په سویډن کې یوې محکمې پنځه تنه افغان وګړي پر یوه بل افغان ګډوال د جنسي تېري په جرم په بند محکوم کړل.
د سويډن د رسنیو د رپوټونو پر بنسټ،دغو پنځو تنو چې له ۱۷ کلونو کم عمر لري او له کورنیو څخه یې پرته دغه هېواد ته تللي دي،د اکټوبر په میاشت کې په یوه ځنګله کې په یوه بل ۱۵ کلن پناه غوښتونکي جنسي تېری کړی وه.
محکمې د هغوی څلور ته یې په یوه کال او درې میاشتو او یو بل تن یې په یو کال او یوې میاشتې بند محکوم کړل.
دغه پېښه کابو دوه میاشتې وړاندې رامنځته شوې ده.یوه تورن چې له دغې صحنې څخه یې فلم چمتو کړی وه او قرباني یې په ټولنیزو شبکو کې د هغه په خپرېدو ګواښه،او دغه کس د ماشومانو د پرونوګرافي(په سکس خپرونې)هم تورن شوی دی.