د سیمهييز پوځ رامنځته کولو په اړه د بشري حقونو څار اندېښنه
د بشري حقونو څار بنست وايي چې سیمهييز ځواکونه به د ملکي کسانو لپاره خطرناک وي، ځکه چې دې ځواکونو ته په کافي اندازه روزنه نه ورکول کېږي او همداراز په سمه توګه له دې ځواکونو څارنه نه کيږي.
لویدیځوالو ډپلوماټانو د بشري حقونو څار بنسټ ته ویلي دي، ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني سیمهييز ځواکونه چې د هند په ارضي پوځ کې هم شته، ورته ځواک رامنځته کړي او دوی به په قراردادي ډول کار کوي.
د افغانستان د بشري حقونو څار بنسټ څېړونکې، پاتریشیا ګوسمن وویل:«د افغانستان حکومت لخوا د غیرمنظمو ځواکونو پراختیا کولی شي چې د ملکي کسانو لپاره بدې پایلې ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غوڅ ملاتړ هم له دې ځواکونو له رامنځته کېدو ملاتړ کوي.
د بشري حقونو څار بنسټ په راپور کې راغلي دي چې که د دې ځواکونو رامنځته کول تائید شي، نو د افغانستان حکومت به د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر تر ۲۰مې پورې د دې ځواکونو آزموینې لپاره ځای ځانګړی کړي.
ګوسمن زیاتوي:«د سیمهييزو ځواکونو زیاتوالي پر ځای چې کنټرول یې هم ګران کار دی، د ا فغانستان حکومت او امریکا متحده ایالاتونه باید د افغان ځواکونو پر روزنې لګښت وکړي او تر څو په بشپړه توګه قانون هم رعایت کړي.»
په تېرو کلونو کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د داعش او دولت مخالفو وسلهوالو څخه نیول شویو سیمو ساتنې په موخه له سیمهييزو پولیسو کار اخیستی دی.
په راپور کې راغلي دي چې سیمهييز پولیسو په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې رامنځته شول تر څو په سیمه کې دفاع وکړي. خو په وروستیو اصلاحاتو کې دوی سیمهيیز ملاتړ ترلاسه کړ او خو په یو شمېر سیمو کې یې ملکي کسان وزورول او په یو شمېر مواردو کې یې نیول شوي وسلهوال اعدام کړل چې دا د بشري حقونو خلاف کار دی.
د بشري حقونو څار بنسټ وايي چې که سیمهييز ځواکونه رامنځته شي، نو له هغوی سره به وسلې خطرناکې وي.
د دې بنسټ په راپور کې راغلي دي چې د افغانستان حکومت د سیمهييزو زورواکو لخوا د خلکو زورونې په برخه کې د دې کار عاملین نه دي څېړلي او یا هم دا کار نه کوي. او دا زورواکي سیمهييز پولیسو مشري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت غواړي چې ۱۵۰۰۰تنه دا ځواکونه رامنځته کړي.
دا ډول ځواکونه په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کال کې هم د ډاکټر نجیبالله رژیم کې هم رامنځته شوي وو، خو په یو شمېر مواردو کې یې د بشري حقونو نقض کړی وه.