د فاریاب ولایت ځايي چارواکو نن پنجنشبې( د مرغومې په ۱۶ مه) وویل چې د دغه ولایت د قیصار په ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو قومندان له پنځو تتو نورو سره په یوه ځانمرګي برید کې ټپيان شو.
چارواکي زیاتوي چې دغه برید له هغې وروسته رامنځته شو چې یوه ځانمرګي برید ګر خپل چاودېدونکي توکي د قیصار په ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو قومندان نصیر ضابط د موټر په وړاندې وچودول.
چارواکې وايي چې په دغې چاودنه کې نصیر ضابط له یوه ساتونکي او څلور غیرې ولسي وګړو سره ټپي شوي دي.
د دغې پېښې ټپیان د ولسوالۍ روغتون او روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
تر دې دمه هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.