Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملي پوځ ټپي سرتېری ولسمشر پر وعده خلافۍ تورن وي

د ملي پوځ یو سرتېری غلام حضرت چې اوه میاشتې وړاندې په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین پر قول اردو د طالبانو په ډله‎ییز برید کې ټپي شوی وه، اوس په ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوي.

هغه ۹ کاله د ۲۰۹ شاهین قول اردو په ګارنیزیون کې سرتېری وه. اوس له هغه څه چې د ده په درملنه کې د حکومت بې پروايي بلل کېږي شکایت کوي.

هغه طلوع نیوز ته وویل:«د پېښې په دویمه ورځ ولسمشر راغی، ما ته یې قول راکړ له استاد عطا محمد نور سره وه، د روغتون پر رییس یې امر وکړ چې دغه سرتېری ژر تر ژره بهر ته واستوی، چې درملنه یې وشي، تراوسه هېڅ خبره نه ده شوې.»

غلام حضرت له مېرمنې او اوه تنه بچیانو سره په کرایي کور کې ژوند کوي. په دې باور دی، چې واسطه نه لري، ځکه بهر ته د درملنې لپاره نه دی استول شوی.

غلام حضرت څرګنده کړه:«یو کس له دندې په رخصتۍ کور ته راغی، ونې ته پورته شو چې زه زردالو خورم، له ونې ولوېد له ما څخه وړاندې د درملنې لپاره بهر ته ولاړ او بېرته راغئ، د دې لپاره چې هغه وزیر او رییس پېژنده، خو زه تراوسه پاتې یم.»

دی وایي، له مجبوریته یې دوه زامن په کار کړي دي، د دې لپاره چې د کور لګښت يې پوره کړي.

هغه په داسې حال کې چې ستوني یې ګیرو نیولی وه وویل:«زامن مې ځي، په سلو او دوه سوه افغانیو خښتې وهي چې پر هغه د ژوندانه مصرف کوي.»

د پوځ د دې سرتېري بچیان، د حکومت له مشرانو غواړي، چې د پلار درملنه یې وکړي.

د غلام حضرت لور نازنین وویل:«موږ غواړو چې پلار مو ژر تر ژره بهر ته د درمنلې لپاره واستول شي.»

طلوع نیوز هڅه وکړه، په دې اړه د ولسمشرۍ نظر ولري، خو تر لاسه یې نه کړی شو.

د پوځ دا سرتېری، د بغلان د نهرین ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی. دوه ورېرونه یې هم په پوځ کې دنده لري. وایي که روغ شي، بیا به د خدمت لپاره پوځ ته ځي.

شریک یي کړئ