Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میاشتو ځنډ څخه وروسته د ولایتي شوراګانو پایلې اعلان شوې

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې څلورو میاشتو او ۱۹ ورځې وروسته اعلان شوې.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس د دغه ځنډ لامل د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون په څېړنو کې بولي.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو د وروستیو پایلو په اساس ۴۵۸ تنه بریالي شوي دي چې له دغې ډلې څخه ۹۷ تنه یې ښځې دي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د ټاکنو خپلواک د شنبې ورځې په دوو بجو دغه پايلې اعلان کړي خو له کابو دوو ساعتونو انتظار وروسته د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي راورسيدل او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې يې اعلان کړې چې په دغو انتخاباتو کې ۴۵۸ تنه بريالي شوي چې ۹۷ يې ميرمنې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني وویل: " څلور ماشتې او ۱۹ ورځې دي چې د ټاکنو ټولې پایلې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې وې او موږ هغو ته لاسرسۍ نه درلود چې هغه اعلان کړو نن دغه پایلې اعلان وو ،خو د هغه له اعلان څخه څلور میاشتې او ۱۹ ورځې تېرې شوې دی. "

د ټاکنو د خپلواک کميسيون له ريس څخه پوښتنه وشوه چې په ټاکنيزو کميسيونونو کې د حکومتي چارواکو لخوا د اصلاحاتو پر راوستو ټينګار په څه مانا دی؟ او ايا د ټاکنو د خپلواک کميسيون غړي به دغه اصلاحات ومني.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس زیاته کړه: " ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله او نور حکومتي چارواکي غواړي چې د ټاکنو په کمیسیونونو کې او یا هم په هره بله اداره کې اصلاحات راولي، موږ یې منو په دې شرط چې دا اصلاحات د قانون په اساس وي. "

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي په هيواد کې د ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ۲۵۹۱ تنو نوماندانو سره سيالي وکړه او په دغو انتخاباتو کې شپږ ميليونه او ۹۷۹ زره او ۹۲ تنو رايه ورکړه چې له څيړنو وروسته څه د پاسه ۷۴۶ زره رايې باطلې اعلان شوې.

د ولایتي شوراګانو د ټاکنو پایلې څلورو میاشتو او ۱۹ ورځې وروسته اعلان شوې.د ټاکنو د خپلواک کمیسیون

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه