د پاکستان لومړی وزیر، شاهد خان خاقاني تېره ورځ( یکشنبې د وږي۵مه) وویل چې په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره به ناکامه شي ځکه د افغانستان بحران د جنګ له لارې حل کیدونکې نه ده.
دی په دې باور دی چې د افغانستان ناورین د جګړې له لارې نه هواریږي.
عباسي زیاته کړې ده:«له لومړۍ ورځې موږ په روښانه توګه ویلي وو چې د امریکا نوې تګ لاره د افغانستان په اړه کار نه کوي، باید دا ستونزه له سیاسي لارې هواره شي.»
ده همداراز زیاته کړې ده چې پاکستان کله هم ترهګرو ته پټنځایونه نه دي برابر کړي.
نوموړي د افغانستان د سولې له بهیر سره د اسلام اباد د مرستو په اړه خبرې کړي او ټینګار کړی چې پاکستان به اجازه ورنکړي څو د افغانستان جګړه دغه هېواد ته سرایت پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او په افغانستان کې یې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړ.
ټرمپ زیاته کړه چې نور نشي کولی په پاکستان کې د ترهګرو ملاتړ او پټنځایوه وزغمي.
که څه هم چې پاکستاني ځواکونه د ټرمپ له نوې کړنلارې ناهلي شول، خو افغان چارواکو ترې هرکلی وکړ.
په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، یکشنبې ماښام له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي دي چې د ټولو هڅو موخه پر طالبانو فشار راوړل دي تر څو دا ډله وپوهیږي چې له جګرې لارې بریالي کېدی نشي، ښایې امریکا بریالۍ شي، خو طالبان به بریالي نشي.
ده زیاته کړې ده چې ولسمشر ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر، جیمز مټیس ته واک ورکړی چې په افغانستان کې د سرتېرو کچه وټاکي.
ټلرسن څرګنده کړې ده، ټرمپ په خپلو خبرو کې روښانه وویل چې هېڅ مهال ویش نشته.
خو پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دا تګلاره نوې نه ده.