Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د داعش ډلې یوه پټن‎ځای کشف شو

د ملي امنیت عمومي ریاست د کابل په پنځمه حوزه کې د داعش ډلې یو پټن‎ځای کشف کړی دی.

دغه ریاست وايي چې داعش ډلې د مارشال محمد فهیم قسیم پوهنتون ته نېږدې خپل د تېرې ورځې برید هم له دغه ځایه پلان کړی وه.

په همدې حال کې ځينې هېوادوال، امنیتي او استخباراتي بنسټونه په ناتوانۍ تورن وي او وايي چې دغه بنسټونه باید له مرګونو بریدونو مخکې هغه شنډ کړي.

سرچینې وايي چې دغه پټن ځای د مارشال محمد قسیم فهیم پر پوهنتون د برید پر مهال د یوه نیول شوي بریدګر له خوا د ملي امنیت کارکوونکو ته په کوته شوی دی.

ملي امنیت تر عملیاتو وروسته د دغه خبر د پوښښ لپاره رسنیو ته بلنه ورکړې او وايي، د پنځمې حوزې اړوند قلعه واحد سیمې په دې کور کې د مار شال فهیم پر پوځي پوهنتون د برید پلان نیول شوی وه.

د ملي امنیت کارکوونکی وايي:«د غوندي مرمۍ دي، د ځانمرګي برید واسګټ دی چې هر یو یې ۸ کیلو وزن لري.»

د سیمې وکیل وایي، دا کور پنځلس ورځې وړاندې یو سړي او ښځې په کرایه نیولی وه.

د سیمې وکیل خواجه صدیق وویل:«خبر مو چې درلود یوه ښځه او یو خاوند وو بس.»

اخوا ځايي اوسېدونکي بیا له پېښو وروسته دغه ډول عملیات ننداریز بولي او وايي حکومتي ځواکونه هر وار پر ځان د نیوکو د کمولو لپاره دا ډول کارونه کوي.

له دې مخکې هم امنیتي ځواکونو د پنځمې حوزې په بېلابېلو برخو کې د ترهګرو د نیولو په موخه عملیات ترسره کړي وو.

شریک یي کړئ