Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رازق:دننه په حکومت کې ځینې کړۍ کندهار ناامنه کوي

د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د ملي یووالي حکومت په منځ کې د دغه ولایت د ناامنه کولو لپاره د ځينو کړیو له هڅو پرده پورته کوي.

ښاغلي رازق چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۵ مه) د کندهار په مرکز کې د زابل، هلمند او کندهار د ولایتونو د مشرانو په یوه غونډه کې خبرې کولې، ټينګار یې وکړ چې دغه کړۍ غواړي چې د کندهار د هلمند او ارزګان ولایتونو له برخلیک سره برابر کړي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:« د مرکزي حکومت یو شمېر کړۍ اوس او تر دې وړاندي په دې بوختې وې،چي په سوېلي ولایتونو کي نا امني خپره کړي، او دا پروسه يي تطبیق کړه او اوس هم مخ پر وړاندي روانه ده.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي هم د جنرال عبدالرازق ویناوې تأیید وي او ادعا کوي چې حکومت په ګمارنې او ټاکنو کې سلیقه‎يي چلند کوي.

 په ولسی جرګه کي د کندهار استازی لالی حمیدزی وايي:«زموږ د ولایتونو کدرونو ته په حکومت کي برخه نه ورکول کېږي.او دا جګړه چي په سوېلي ولایتونو باندې تپل شوې ده دا په قصدي ډول تپل شوې ده.»

د یادي ناستي ګډونوال وايي له ډېره وخته راپه‎دېخوا د مرکزي حکومت د سوېلي حوزو امنیتي حالت له پامه غورځولی دی، او که د یادو حوزو امنیتي حالت ته جدي پاملرنه ونه شي کېدای شي د یادو ولایتونو امنیتي حالت نور هم د اندېښي وړ شي.

د هلمند ولایت د ملي امنیت پخوانی رییس حمدالله نازک وویل:«د سوېل لودیځې حوزې ټول کدرونونه له خپلو دندو لیرې کړل شوي دي او هغوی ته د کار کولو هېڅ چانس نه ورکول کېږي.او دې لور ته هېڅ ډول پاملرنه نه کېږي.

د ولسمشر سلاکار داوود ګلزارهم په دې اړه وویل:«په‎دې ولایتونو کي د ښوونځیو دروازې تړلې دي. روغتیايي برخې مو ډېرې خرابې دي.او د بیارغونې کارونه پيل شوي نه دي چي د دغو ټولو کارونو لامل مرکزي حکومت دی.»

د یادې ناستي ګډونوال ګواښ کوي که‎چېرې ملي یووالي حکومت د سوېلي حوزې ولایتونو ته جدي پاملرنه ونه کړي د یادې حوزې د اوسېدونکو غوښتنې ونه مني، د یادې حوزې اوسېدونکي به د حکومت له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د کندهار امنیه قومندان چې په دغه ولایت کې د طالبانو د نفوذ لپاره ځواکمن خنډ هم بلل کېږي، په مرکزي حکومت کې د ځينو کړیو له دسیسو یادونه کوي.

شریک یي کړئ