Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینې:دګارنېزیون قومندان دپلټنو لپاره لویې څارنوالۍ ته غوښتل شوی

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې لویې څارنوالۍ د کابل د ګارنېزیون قومندان ګل نبي احمدزی، یې په لاریون کوونکو د ډزو په اړه د پلټنو لپاره دغه بنسټ ته رابللی دی.

دغه سرچینې زیاتوي ټاکل شوې ده چې ښاغلی احمدزی نن(چهارشنبې د غبرګولي په ۱۷ مه) له غرمې وروسته لویې څارنوالۍ کې حاضر شي.

په همدې حال کې لویه څارنوالۍ وايي چې په پلازمېني کې له تاوتریخوالي سره د جمعې ورځې د لاریون د مخامخ کولو څرنګوالی، د یو شمېر لاریونوالو د مرګ ژوبلې د لاملونو روښانه کول او همداراز د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګو بریدونو د پټو اړخونو په ډاګه کول هغه موضوع ګانې دي چې لویه څارنوالۍ یې د ولسمشر په حکم په اړه څېړنه کوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه وویل:«زموږ همکاران هڅه کوي ترڅو موضوع له خپلو ټولو اړخونو او پراخوالي سره چې لرلي وڅېړل شي هغه څه چې باید د دغې موضوع په اړه له امنیتي ځواکونو څخه مالومات واخیستل شي،او همدارنګه دا چې سرغړونې او نور موردونه چې وو ټول دغه موردونه زموږ همکاران په عادلانه، بې پرې او رڼه  توګه به وڅېړل شي او دا چې د څېړنې په لړ کې  هغه څه چې زموږ همکارانو لاس ته ورسېږي هغه له تاسو سره شریک وو.»

هغه زیاته کړه:«هر چا یا کس چې د قانون په خلاف کړنه کړي وي او سرغړونې یې کړي وي په هر دریځ او کچه کې چې وي له هغوی سره به هم قانوني چلند وشي.»

له بلخوا ولسي جرګې د حکومت او لاریون کوونکو ترمنځ د خبرو لپاره هڅې پيل کړې دي.

ټاکل شوې ولسي جرګه د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۴ استازي غوره کړي او دغه استازي له حکومت او لاریون کوونکو سره خبرې وکړي.

د ولسي جرګې غړي علي کاظمي وویل:«لاریون کوونکو هم زموږ خبرې واورېدې او موږ تېره ورځ له حکومت سره هم ولیدل هغوی هم چمتووالی لري او وې ویل چې د لاریون کوونکو ۵ تر ۶ تنو استازي وټاکل شي حکومت خبرو اترو ته چمتو دی او ټینګار لري چې د لاریون کوونکو د غوښتنو له اورېدو سره باید یوې پرېکړې ته ورسېږي.»

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي هم څرګنده کړه:«هغه پلاوي چې دنده ګمارل کېږي باید په خپل منځ کې جلسه جوړه کړي او موږ اداري پلاوی د جلسې له پای څخه وروسته په خپل منځ کې کېنو د دغه پلاوي ریاست ته ټاکنه کوو او جلسه په مخ بیایوو.»

ځینې سرچینې وايي په هېواد کې د نورو بریدونو او پېښو د څېړلو پرخلاف به دغه دوې پېښې د کوم کمېسیون لخوا به ونه څېړل شي بلکې په ځانګړې او مستقیمه توګه به د لويې څارنوالۍ د لوړپوړي پلاوي لخوا وڅېړل شي.

سرچینې وايي چې دغه دوه پېښې د کوم کمېسیون له خوا نه څېړل کېږي بلکې په ځانګړې او نېغه توګه د لویې څارنوالۍ د لوړپوړي پلاوي له خوا به وڅېړل شي.

شریک یي کړئ