یو ۸۳ کلن کس ادعا کوي چې په سمنګانو کې د ولسي پاڅون کوونکو یوه قومندان د هغه دوه لوڼې په زور خپلو خپلوانو ته نکاح کړي دي.
امامعلي چې په اصل کې د بغلان ولایت د زاړه ښار اوسېدونکی دی، وايي چې د مېرمنې ماما یې هغه او کورنۍ یې د مېلمستیا په پلمه د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ مقصود کلي ته راوستي او ۹ کله لور یې په زور د ولسي پاڅون کوونکو د یوه سرتېري ورور ته نکاح کړې ده.
دغه کسان څه باندې سل کیلومټره لار مزل کړی او د سمنګانو ولایت د دره صوف ولسوالۍ څخه مزارشریف ښار ته راغلی ترڅو د عدالت غوښتنې غږ پورته کړي.
هغه وايي:«له دغه ظلم څخه مرګ ما ته ښه دی، مرګ من خو دا ظلم نه شم منلی.»
اخوا د خماري په نوم د دې کورنۍ دویمه لور هم په اجباري ډول د ولسي پاڅوون کوونکو له یوه سرتېري سره نکاح شوې ده.
نوموړې زیاتوي دغه کار د الماس په نوم د پاڅون کوونکو د یوه قومندان لخوا شوی دی.
خماري وویل:«زما خور یې په زور وکړه، د خور خاوند مې د ډبرو سکرو په کان کې کار کاوه هلته ومړ.»
دې زیاته کړه:«پلار مې د دې لپاره چې خور مې له ځان سره کور ته راولي، د خور د خاوند کورنۍ ته یې مراجعه وکړه خو هغوی مې پلار ووهه ایا دا مسلماني ده؟»
خماري په ډاګه کړه:«کهچېرې دولت زموږ پوښتنه ونه کړي، بیا زور مو پر ځان رسېږي ځان ته اور اچوو.»
خماري زیاتوي مور یې د ولسي پاڅون کوونکو د ظلمونو له امله ناروغه شوې او له حکومته عدالت غواړي.
په همدې حال کې د خماري د لومړني کوژدن ورور صالح محمد وویل:« د ولسي پاڅون کوونکو قومندان الماس را ته زنګ وواهه او وې ویل کهچېرې دوه لکه افغانۍ راکوې ښه که نه خماري خپل یوه سرتېري ته ګوژدنه کوم، ما پیسې نه درلودې، بې وزره وم خو دا یې په زور نکاح کړه.»
اخوا د سمنګانو د پولیسو ویاند عبدالمنیر رحیمي طلوع نیوز ته وايي چې د عبدالقیوم او قربان په نوم دوه کسان نیول شوي او د نورو تورنو کسانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.