د په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې غونډې په درشل کې، د دغه سازمان عمومي منشي وايي چې بهرني ځواکونه به یو ځل بیا د افغانستان په جګړه کې ونډه ونهلري.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د پنجشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۸ مه) په یوې خبري ناسته کې ټینګار وکړ چې افغان ځواکونه ځواکمن او مسلکي دي او د خپل هېواد د امنیت مسؤولیت په بشپړه توګه په غاړه لري.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه: «د افغانستان جګړې ته د ناټو د ورتلو په اړه د بحث هېڅ ځای نشته. موږ روزنې، همکارۍ او مشورې ورکولو ته دوام ورکوو. هغوی ثابته کړې چې پیاوړي او مسلکي دي او هغوی د خپل هېواد د امنیت مسؤولیت په غاړه اخیستی دی.»
له بلخوا د ناټو سرمنشي د افغان امنیتي ځواکونو سمبالول د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ښه لاره بولي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:«زه پوره باور لرم چې له ترهګرۍ سره د مبارزې تر ټولو ښه لاره، د سیمهيیزو وړتیاو لوړول، د سیمهيیزو ځواکونو روزل دي ترڅو هغوی په خپله وکړای شي ترهګر وځپي. دا هغه څه دي چې موږ یې په افغانستان کې ترسره کوو.»
اخوا ملي دفاع وزارت په هېواد کې د جګړې د بندون اصلي لامل د هېواد امنیتي ځواکونو ته د بشپړو تجهیزاتو نشتوالی بولي.
د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش په دې اړه وویل:«موږ د خپلو ځواکونو په بېلابېلو لیکو کېو هغه وسلې او تجهیزات چې له هغې څخه په استفادې سره، موږ کولای شو خپلې دندې د ناټو په معیارونو سره برابرې کړو،نهلرو؛خو ژمنه شته چې ځواکونه اکمال شي.»
د بهرنیو ځواکونو د شمېر زیاتوالی، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان غوښتنه وه. هغه د افغانستان د جګړې د بندون ماتولو ته د پنځو زرو ډېرو سرتېرو شتون اړتیا جدي بللې وه.