Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیمه‎ییز قومندانان:امریکا باید هوايي ځواک ډېر تجهیز کړي

د هېواد په ناامنیو ولایتونو کې د جګړې قومندانان او سیمه‎ییز چارواکي، له امریکا څخه غواړي چې د افغانستان د جګړې په اړه د واشنګټن د نوې تګلارې په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز سربېره په ناامنیو سیمو کې، د افغانستان هوايي ځواکونه هم سمبال او له هغوی څخه ملاتړ زیات کړي.

هغوی ټینګارلري چې ټرمپ باید له ترهګرو سره خپل چلند وساتي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په بڼه کې جدي بدلون رامنځته کړي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان امان الله مبین په دې اړه وویل:«د توپچي ټولګې په برخه کې به دقیقاً خپلې مرستې به ولري، د هوايي ځواک د تجهیز په لړکې؛ ځکه چې کشفي الوتکې، جنګي الوتکې، بم اچوونکې الوتکې، لېږدونکې او اکمالاتي الوتکې، خپل ډېر کار لري.»

د بدخشان والي فیصل بیګزاد هم وویل:«د امریکا د نوې تګلارې اعلان ته په نظر سره، باید د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي، وروزل شي؛ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ګواښونو ته په پام سره، بدخشان هم یو له هغو ولایتونو څخه دی چې په دې ځای کې د افغانستان د دښمنانو له خوا جګړه جریان لري.»

اوس مهال افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره امریکايي او ناټو ځواکونه د افغان امنیتي ځواکونو په روزنې او په سلا مشورو لګیا دي.

تمه کېږي چې د دې تازه کړنلارې له مخې امریکا افغانستان ته نور سرتېري هم راواستوي.

دغه راز، چارواکي تمه لري چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې د واشنګټن تازه کړنلاره مثبت بدلون راولي.

د هلمند والي حیات الله حیات په دې اړه څرګنده کړه:«له ډېرې مودې راهیسې ده چې بهرني ځواکونه په مخامخ جګړه کې له امنیتي ځواکونو سره ونډه نه‎لري، خو په مشورې او هوايي ملاتړ کې ونډه لري، زه فکر کوم چې دغه ملاتړونه تر هغه مهاله چې امنیتي ځواکونه په خپلو پښو درېږي، باید دوام پیدا کړي.»

د ملي دفاع وزارت مرستیال شعور ګل څرګنده کړه:«زموږ د دولت لپاره هم ارزښت لري؛ مرستې او همکارۍ ډېرې ارزښت لري؛ که‎چېرې په عملیاتونو کې امریکا له موږ سره مرسته او همکاري وکړي ډېر ارزښت لري.»

خو اوس به ولیدل شي چې د واشنګټن تازه کړنلارې له اعلان وروسته د افغانستان جګړه کوم لوري ته ځي.

شریک یي کړئ