Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر نور د ارګ فشارونه او بلخ ته د جمعیت اسلامي د پلاوي سفر

له هغې وروسته کله چې د بلخ والي عطا محمد نور ته نېږدې کسانو، د ارګ له خوا پر هغه د فشارونو په لړ کې د بلخ د ولایت له مقام څخه د استعفا خبرې وکړې، اوس د جمعیت اسلامي یو پلاوی له ښاغلي نور سره د خبرو اترو لپاره بلخ ته تللی دی.

دا پلاوی د جمعیت اسلامي ګوند د مشر او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست صلاح الدین رباني په مشرۍ د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي رییس عطا محمد نور د لیدنې لپاره بلخ ته تللی دی.

تراوسه په دې اړه جزییات روښانه نه دي.

له دې وړاندې د بلخ د ولایتي شورا رییس او عطا محمد نور ته یوه نېږدې کس، ویلي وو چې له دندې څخه د ګوښه کېدو لپاره له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه پر ښاغلي نور فشارونه زیات دي.

جمعیت اسلامي هم تراوسه په دې اړه خپل دریځ نه دی اعلان کړی.

دا ټول په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې داسې خبرونه خپاره شوي وو، چې ویل کېده، ولسمشر د بلخ ځواکمن والي له دندې ګوښه کړی. خو له هغې سره په ورته وخت کې داسې خبرونه هم خپاره شول چې د ښاغلي نور د استعفا څرګندويي یې کوله.

د عطا محمد نور او ولسمشرۍ ماڼۍ ترمنځ شخړې هغه مهال خپل اوج ته ورسېدې چې ښاغلي نور د ولسمشر له لومړني مرستیال جنرال دوستم او د اجراییه ریاست له مرستیال محمد محقق سره د«افغانستان د ژغورنې لپاره ایتلاف» رامنځته کړ.

موده وړاندې کله چې ښاغلي نور د جنرال دوستم له زوی باتور دوستم سره ټاکل شوې وه په کندهار کې د ولسمشر له سیاسي مخالفینو سره په یوې غونډه کې ګډون وکړي، حکومت د هغه د لېږد الوتکې ته د الوت اجازه ور نه کړه او دغه ناسته د هغه په نشتون کې ترسره شوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه