لویه څارنوالۍ وايي چې ټاکل شوې ده ډېر ژر د مخابراتو او ټکنالوژۍ د پخواني وزیر دوسیه محکمې ته وسپارل شي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ د پخواني وزیر دوسیه ترڅېړنې لاندې ده او په دې اړه ځینې پرمختګونه هم شوي دي.
ښاغلي رسولي په دې اړه وویل:«د مخابراتو د پخواني وزیر دوسیه د لویې څارنوالۍ ادارې تر څېړنې لاندې ده د دغې دوسیې په تړاو اړین اجراأت شوي دي ډېر ژر به د دغې پېښې په تړاو به د اړوند پلاوي پرېکړه هم وروستۍ شي.»
د عبدالرازق وحیدي دنده، د هغه څه په دلیل چې ګواکې ښاغلی وحیدي د دغه وزارت په فساد کې لاس لري، اته میاشتې وړاندې د ولسمشر له خوا وځنډول شوه. خو تراوسه په دې اړه د لویې څارنوالۍ څېړنې وروستۍ شوې نه دي.
اوس د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر لویه څارنوالۍ یوه خپلواکه اداره نه بولي.
هغه په دې اړه وویل:«لویې څارنوالۍ د قانون د مادو د احکامو په مطابق تشکیل او د ځانګړو محاکمو واک باید په دوو میاشتو کې دغه پېښه ټوله کړې وای د څېړونو له پیله ۱۱ میاشتې تېرېږي او پایله یې نه ده راکړئ نو مالومېږي چې لویه څارنوالۍ تر سیاسي فشار لاندې ده.»
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځېنې غړي، د دې قضیې د څېړنې غځېدل د پوښتنې وړ بولي.
د ولسي جرګې غړې مریم کوفي په دې اړه وايي:«زه فکر کوم چې سیاسي موضوعګانې زیاتې دي دا ملي یووالی حکومت اوه سری دی کله چې یو وزیر د یو چا په ټوکه چې د اجرائیه رییس وي او یا هم د ولسمشرۍ ښه ونه لګېد په همدې ډول د هغه پر ضد تور پورې کېږي کهچېرې واقعاً غل دی، څارنوالۍ ولې پرېکړه نه کوي.»
تر دې وړاندې د وزیر وحیدي د برات رپوټونه خپاره شوي و، خو لویه څارنوالۍ وایي دا قضیه د څېړنې په حال کې ده او برات ورکول د سترې محکمې دنده ده.