د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو په برید کې د ۹ داعش وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن)دوشنبې د وږي ۲۷مه) راغلي دي چې افغان ځواکونو تېره ورځ د داعش ډلې پر یو شمېر پټنځایونو برید کړی دی.
یاد شمېر داعش وسلهوال د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د افغان ځواکونو دې هوايي برید په پایله کې د داعش ډلې د یوشمېر وسلو او مهماتو له ویچاړېدو هم خبر ورکړی دی.
خبرپاڼه کې د هوايي برید په اړه نور جزئياته نه دي ورکړل شوي.