Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د داعش ۲۰ غړي وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي په دې ولایت کې ۲۰ داعش‎ وسله‎والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یاد شمېر داعشیان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

دا عملیات د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په مامنددرې کې ترسره شوي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تلي دي.

د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

ننګرهار کې د داعش ۲۰ غړي وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۲۰ تنه د داعش ډلې غړي وژل شوي او د دې ډلې یو شمېر وسلې له منځه تلي دي

شریک یي کړئ