Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې وسله والو د مرکزي بانک کارکوونکي وژلي

د هرات پولیس وايي چې د پنجشنبې پر شپه د افغانستان د مرکزي یا «د افغانستان»بانک کارکوونکي د هرات - اسلام کلا د لویې لارې په اوږدو کې د طالبانو لخوا تښتول شوي او وروسته ووژل شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې دغه کارکوونکي هغه مهال چې د اسلام کلا له مرزه د هرات ښار په لور راروان وو، د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په احمد اباد کلي کې د طالبانو لخوا وتښتول شول او وروسته ووژل شول.

 ښاغلی ولي زاده زیاتوي چې دغه کارکوونکي له پولیسو سره له همغږۍ پرته د هرات ښار په لور حرکت کړی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه په یوه ټویټ سره د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې دغه کسان د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي چې دغه کارکوونکي هغه مهال چې د اسلام کلا له مرزه د هرات ښار په لور راروان وو، د طالبانو لخوا تښتول او وژل شوي دي.

شریک یي کړئ