Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ویلز: پاکستان کولی شي د افغانستان سوله کې رغنده رول ولري

د سویلي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالۍ سرپرسته، الیس وېلز تېره ورځ( سې‎شنبې د وري۱۴مه) پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې ویلي چې پاکستان کولی شي د خبرو اترو له لارې افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره ونډه ولري.

اسلام‎آباد کې د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په دې سفر کې سفیرې ویلر د سویلي آسیا تګلارې او د پاکستان پر پوله د ترهګرو له منځه وړو په موخه د دې هېواد پر ژمنو او همداراز د دواړو هېوادونو په ګټه د اقتصادي اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.»

د تاشکند له ناستې وروسته، مېرمن یلز اشاره وکړه:«د افغانستان سولې ته د رسېدو په موخه یوه نړیواله هوکړه چې پاکستان په کې رغنده ونډه لري د امریکا متحده ایالاتونو په همکاري، او افغانستان کې د سوله‎ييزې حل لار د ودې په حال کې ده.»

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، مېرمن وېلز پاکستاني چارواکو نه غوښتي چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ځالې وځپي.
 
امریکا متحده ایالاتونه وايي، پاکستان کولی شي د افغانستان د سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي او له پاکستاني چارواکو سره پر همدې موضوع خبرې شوې دي

شریک یي کړئ