د ویکي لېکس سپړونکې اېنټرنټي پاڼې لیکلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د پرمختګ په حال کې نفوذ د مخنیوي لپاره له ترهګرو ډلو کار اخلي.
د ویکي لېکس سپړونکې وب پاڼه د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي سازمان رییس "جان برېنن" د برېښنا لیکونو په خپرولو سره وايي چې پاکستان په افغانستان کې د هند د نفوذ له ودې سره سخت مخالف دی.
افشا شوي سندونه ښيي چې په پاکستان کې ځینې کړۍ له هغو بلواګرو چې د اسلام آباد په ګټه په نیابتي جګړه کې جنګېږي؛ ملاتړ کوي او هغه کسان چې سرغړونه وکړي، لهمنځه وړي.
د ویکي لېکس اېنټرنټي وب پاڼې له لوري افشا شوي اسناد ښيي چې د "سي آی اې" رییس جان برېنن هغه مهال چې د بارک اوباما د بهرني او د ترهګرۍ ضد سیاست سلاکار وو په یوې ۱۳ پاڼيزې استخباراتي تګلاره کې ولسمشر اوباما د پاکستان له دوه اړخیز سیاست څخه خبر کړی وو.
په دغو سندونو کې راغلي دي چې د پاکستان په پوځ او استخباراتو کې ځینې عناصر له یو لوري له ترهګرۍ سره په جګړه کې له همکارۍ څخه خبرې کوي او له بل لوري په افغانستان کې د هند پر ضد په نیابتي جګړه کې ترهګر سمبالوي.
برېنن ټینګار کړی وو چې د پاکستان دوه اړخیز چلند او له طالبانو څخه د نوموړي هېواد ښکاره ملاتړ له پاکستان سره د افغانستان په قبایلي سیمو کې د ترهګرو په وړاندې نړیوال ائتلاف له ستونزو سره مخ کړی وو.
په دغو سندونو کې راغلي دي: " ائتلاف ځواکونه کابو په ټولو جګړو کې پر طالبانو بریالي شوي دي؛ خو دغه بریاوې د سترې او ستراتېژیکې بریا په مانا نهدي، ځکه چې طالبان او نورې ډلې د افغانستان او پاکستان په پولو کې په آزادانه ډول د بیاجوړېدو په حال کې دي".
په څرګنده توګه پاکستان د فشارونو سربېره لاتر اوسه هم له دغه سیاست څخه لاس نهدی اخیستی. ځکه چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سوله د اسلامآباد د رېښتینې همکارۍ په ګرو کې بولي.
د ملي امنیت سلاکار، محمد حنیف اتمر څرګنده کړه: " دا چې تاسو یعنې پاکستانیان هڅه کوئ ترڅو زموږ د سولې له بهیر سره مرسته وکړئ، موږ منندوی یو. خو هیله کوو له خپل نفوذ څخه د ترهګرو له لوري زموږ د خلکو د سختې وژنې د مخنیوي لپاره کار واخلئ، هغه کار چې ولسمشر غني ته به دا فرصت ورکړي څو اصلي موخې او پخلاینه وڅاري".
هغه زیاته کړه: " که چېرې اسلامآباد دغه کار ونهکړي، ولسمشر غني به بسیا کوونکې سیاسي پانګه ونهلري".
نوې ډهلي هم د کابل په څېر په ځلونو پاکستان په سیمه کې د بېثباتۍ د ودې غیر مستقیم لامل بللی، خو اسلامآباد تل دغه تور رد کړی دی.
هیله ده په انګرېزي ژبه د دغه رپوټ د لوستلو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه