۷۵۰ تنه چې په اعدام محکوم شوي دي د هېواد په بندخونو او توقیفځایونو کې بندي دي او ډېری دغه کسان کلونه کېږي چې په بې برخلیکۍ کې ژوند کوي.
د هېواد د بندخونو او توقیفځایونو عمومي رییس عبدالحلیم کوهستاني مني چې د دغو کسانو په ځینو د اعدام د حکوم له صادرېدو ۱۶ کاله تېرېږي؛ خو تراوسه دغه حکومونه اجرايي شوي نه دي.
ښاغلي کوهستاني د لویې څارنوالۍ او بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له استازو سره د بندیانو د وضعیت په اړه د مشرانو جرګې د یوه رپوټ په تړاو، د دغې جرګې د سېشنبې ورځې غونډې ته حاضر شول.
ښاغلی کوهستاني په دغې غونډه کې په بندخونو او توقیفځایونو کې د ځينو ستونزو په منلو سره، د بندیانو روغتیا ته رسېدل تر ټولو ستره ننګونه وبلله.
د بندخونو او زندانونو عمومي رییس عبدالحلیم کوهستاني په دې اړه وویل«د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیايي خدمتونو عرضه- ځکه چې موږ پولیس یوو وايي ـ د کورنیو چارو وزارت مسوولیت دی! کله چې موږ د کورنیو چارو وزارت د روغتیا برخې ته مراجع کوو چې زموږ د ۳۰ زره بندیانو برخلیک څنګه کېږي، هغوی وايي چې موږ پولیسو ته د روغتیايي خدمتونو د عرضې مسوولیت لرو نه د بندیانو!»
دمګړۍ د هېواد په بندخونو کې څه باندې ۳۰ زره تنه بندیان دي له دې ډلې څه باندې ۹۰۰ تنه یې مېرمنې او څه باندې ۳۰۰ تنه یې ماشومان دي او څه باندې ۲۰۰ تنه یې بهرني وګړي دي.
ټول دغه بندیان په ۳۶ بندخونو او ۱۹۰ توقیفځایونو کې بندیان دي او څه باندې ۶ زره کارکوونکي او ساتونکي په دغو برخو کې د بندیانو چارو ته رسېدنه کوي.
کوهستاني وویل:«اټکلي موږ په بندخونو کې۷۵۰ تنه اعدامي لرو، له دې ډلې داسې بندیان هم لرو چې سزا یې اعدام ده خو ۱۶ کاله یې په بند کې تېر کړي دي او دا په خپله کرکېچ رامنځته کوونکي دي! کله چې له استازو سره یې خبرې کوو، کله چې بندخونو ته ځو د ډېریو یې همدا خبره وي چې یا دې موږ ووژني او یا ... ځکه چې داسې کلونه په زندان کې پاتې یوو، تاسو پر موږ دوه سزاوې تطبیق کړې.»
د لویې څارنوالۍ مرستیال عبدالفتاح عزیزي وویل:«دا چې ولې په خپل وخت د اعدام حکم نه تطبیق کېږي، اعدام ډېره درنه سزا ده، د مجرم وژل دي او پر دې موضوع باید ډېر دقت وشي.»
له بلخوا د بندخونو د جوړولو په تړونونو کې د کسانو نفوذ د بندیانو د ساتلو د ځای د نشتوالي ستونزې زیاتې کړې دي.
د مشرانو جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار په دې اړه وویل:«په کاپيسا ولایت کې، زموږ او ستاسو یو له خپلوانو چې په ملي شورا کې دی، تړون یې اخیستی، دا ۱۲ کال دی چې روغتون جوړ شوی نه دی! په همدې بڼه په بدخشان کې هم!»
د بندخونو او توقیفځایونو عمومي رییس د هېواد په بندخونو او توقیفځایونو کې د تشکیل شتون د بندیانو چارو ته د رسېدنې په وړاندې ستره ننګونه بولي.
د ښاغلي کوهستاني په وینا، د دغې برخې جوړښت، په وروستیو ۱۴ کلونو کې، هېڅ بدلون نه دی کړی؛ په داسې حال کې په دغې موده کې د بندیانو شمېر څو برابره شوی دی.