د غزني امنیتي چارواکي نن (یکشنبې د لړم په ۷ مه) وویل چې د پولیسو دغه سرتېري په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت په بېلابېلو برخو او په جلا بریدونو کې وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې دغه بریدونه د غزني ولایت په ښارونو او د زنهخان، ده یک، قره باغ، خواجه عمري او اب بند ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو شوي دي.
چارواکي همدارنګه وايي:«په دغو نښتو کې، د طالبانو ۱۲ اورپکي هم وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپيان شوي دي.»
چارواکو په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
بلخوا طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.