Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په ننګرهار کې د داعش ډلې ۱۰ تنه اورپکي وژل شوي

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند دګرمن شیرن وايي چې د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۰ تنه داعش اورپکي وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغو عملیاتو په ترڅ کې د خوږیاڼو ۹ کلي د داعش ډلې له شتونه پاک او همدارنګه ۱۰ کړۍ ماینونه هم خنثي شوي دي.

هغه د دغو عملیاتو په لړ کې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

د هېواد په ختیځ کې پوځي چارواکي ادعا کوي چې په ننګرهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې ۱۰ بلواګري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ