یوه حکومتي سرچینه طلوعنیوز ته وايي چې په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي چې دغه برید د دغه ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په اړوندې سیمې کې شوی دی.
د دغې سرچینې په وینا، چې د دغه برید د قربانیانو په منځ کې ښځې ماشومان هم شتون لري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی په دغه ولسوالۍ کې د یوه هوايي برید ترسره کېدل تأیید وي خو وايي چې د قربانیانو پېژاند څرګند نه دی.