د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو نن پنجشنبې (د غبرګولي په ۱۸ مه) وویل چې په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ۱۰ داعش اورپکي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼۍ وايي چې دغه برید په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوټ ولسوالۍ په نرګوسي او چنار سیمو کې په لاره اچول شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د وژل شویو کسانو په منځ کې د داعش ډلې بهرني غړي هم شامل دي.
هغه په دې اړه نور جزئیات وړاندې نهکړل.