په هلمند ولایت کې د طالبانو په یوه کمین کې د امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي.
د هلمند ځايي څارواکي د دغه خبر له پخلي سره وايي چې دغه پېښه نن هغه مهال رامنځته شوه چې دولتي ځواکونو د نشهیي توکو د قاچاق وړوکو د نیولو په منظور، د دغه ولایت یوه لیرې کلي ته تللي وو.
د هلمند د والي ویاند حیات الله حیات وايي چې دغه ځواکونه دغه ماموریت ته له تلو مخکې د دغه ولایت له نورو امنیتي برخو سره همغږي نه وه کړې.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.