Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې پر پوځي پوهنتون د برید په پایله کې ۱۵ تنه وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي چې په کابل کې د مارشال فهیم د پوځي پوهنتون په دروازه کې د ځانمرګي برید په پایله کې، لږ تر لږه د دغه پوهنتون ۱۵ تنه زده‎کوونکي وژلي او څلور تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي چې دغه برید، نن (د تلې ۲۹ مه) له غرمې وروسته د ۳:۳۰ دقیقو په شاوخوا کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو میني بس، دغه زده‎کړیالان یې دغه پوهنتون ته استول.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې نن ګهیځ څو توغندي د کابل پر ځينو سیمو لګېدلي دي.

دا په هېواد کې اومه خونړی برید دی چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې رامنځته شوی. تېره ورځ د امام زمان پر جومات د برید په پایله کې ۳۹ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.

په همدې ترتیب، تېره ورځ د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید په پایله کې څه باندې ۱۰ تنه ووژل شول او په لسګونه تنه نور ټپيان شول.

شریک یي کړئ