۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې ۱۶ تنو ترهګرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د غبار هفت عملیاتو په لړ کې د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې پنځه تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټيپان شوي دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ،په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ کلي هم له ترهګرو څخه پاک شوي دي.
دغه خبرپاڼه وړاندې کاږي چې دغه عملیات له ۱۶ ورځو راهیسې د تګاب ولسوالۍ په ناامنو سیمو کې دوام لري او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه امنیتي ځواکونه هم ټپي شوي دي.