چاودنه د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال، محمد محقق کورته نېږدې ترسره شوې ده، د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نجیب دانش، وايي چې په دې پېښه کې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
شاهدان زیاتوي چې چاودنه سهار۶:۴۵ دقیقې( نن دوشنبې د زمري۲مه) په دواخانې ګولایې کې د زاول پوهنتون ته نېږدې وه.
ویل کېږي چې ښایې چاودنه د یوه ماین چاونې له امله رامنځته شوې وي، خو زور دومره زیات وه چې د چاودنې شاوخوا کورونو ښیښې یې ماتې کړې دي.
په سیمه کې د طلوعنیوز خبریال، ګلابالدین غبار وايي چې د چاودنې موخه یو موټر وه، خو تر اوسه نه ده څرګنده چې دا موټر چا یا کوم بنسټ پورې تړاو لري.