تېره شپه دوشنبې( د غبرګولي لومړۍ) د کندهار شاهولي کوټ ولسوالۍ کې یو شمېر وسلهوالو د افغان ځواکونو پراډې برید کړی او په دې برید کې ۱۱ افغان پوځيانو ژوند له لاسه ورکړی او۹ نور ټپیان دي.
طالبان ادعا کوي چې په دې برید کې یې څو تنه افغان سرتېري نیولي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په دې نښته کې ۲۰ طالب وسلهوال هم ووژل شوي دی.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال، محمدرادمنش وايي:«د افغانستان د خلکو دښمنانو پر شاهوليکوټ آډې برید کړی وه. یرغلیز برید وه خو زموږ ځواکونو په قوی توګه دفاع وکړه، له بده مرغه یو شمېر سرتېري مو شهیدان شول او یو شمېر ټپيان شول.»
له دې بریدونو راهیسې کابو درې سووافغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
یو شمېر پخواني پوځیان حکومت په ناغېړی تورنوي او وايي چې له بریدونو هېڅ هم نه زده کوي.
پخوانی پوځي، میرزا محمدیارمند څرګندوي:«شاید څو ځله نور تکرار شي ځکه چې اردو زیاته ده او د افغانستان په هره برخه کې ده په یو شمېر حالاتو کې ښايي لږه تېروتنه دولت ته ډېر زیان واړوي.»
یو شمېر هېوادوال هم وايي چې دولت پرمعاملو بوخت دی او د سرتېرو پر وینو لوبې کوي.
د کابل اوسېدونکی وايي:«د دولت کمزورتیا ده چي سمه پلټنه نه کوي یو موټر بې پلیټ ځي او توري ښيښي لري، مالوم نه ده چې ددولت دی که د مخالفینو. د ننه یې موږ ګورو چې څوک دي. وزیر، وکیل یا طالب یا ځانمرګی بریدکوونکی.»
وروسته له څو ساعتونو نښتې طالبانو یاده آډه نیولې، خو افغان ځواکونه بېرته د اډې په ترلاسه کولو بریالي شوي دي.
دا په تېرو دوو میاشتو کې د افغان ځواکونو پر مرکزونو دا درېیم برید دی چې ترسره کېږي، لومړۍ کابل کې پر ۴۰۰بستریز پوځي روغتون، دوهم په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو او دا هم په کندهار کې برید.