په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي )یوناما( د پنجشنبه په ماسپښین(د غبرګولي په ۴مه) یو غوښتنلیک تر لاسه کړ، چې د ادعا له مخې د ګلبدین حکمیتار له لوري د ترسره شویو جرمونو د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.
یوناما د هغو هوکړه لیکونو، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمېدو کې مرسته کوي او افغانانو ته له یوبل سره په سوله کې د ژوند زمینه برابر وي او همدارنګه د افغانستان دولت او د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي تر منځ د هوکړه لیک د پلي کېدو په برخه کې د پرمختګونو هرکلی کوي.
په دې برخه کې، ملګري ملتونه باور لري چې، بشري حقونو ته پاملرنه حیاتي اهمیت لري او د بشري حقونو وده او خوندیتوب د ريښتینې او تل پاتې سولې مهم عناصر جوړوي. ملګري ملتونه انتقالي عدالت او روغې جوړې ته د اساسي ټکو په توګه ګوري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د یوناما مشر، تدامیچي یاماموتو په دې اړه وویل:«افغان وګړي او نور هغه کسان چې د ظلمونو قرباني شوي، باید د خپلو حقه قضایي حقونو څخه بې برخې نهشي ملګري ملتونه سولې، عدالت او امنیت ته د رسېدو په لار کې د افغانانو له هڅو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.»
یوناما د تاوتریخوالي د پرېښودلو او په عادلانه سوله کې د ټولو لېواله کسانو د راښکېلولو په تړاو د ملي یووالي حکومت له هڅو هرکلی کوي او د سولې له هغه بهیر څخه ملاتړ کوي، کوم چې دا زمینه برابروي تر څو د قربانیانو غږونه واورېدل شي.
په دې اړه مو اندونه