پاکستاني چارواکي وايي چې په بلوڅستان ایالت د پولیسو اکاډمۍ کې د اسلامپالو وسلهوالو د برید په پایله کې ۶۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ویل کېږي چې پاکستاني طالبانو پورې تړلو کسانو لومړۍ د اکاډمۍ پر ساتوونکو ډزې کړې او وروسته اکاډمۍ ته د ننه شوي دي.
د اکاډمۍ یوه زدهکوونکي ویلي:"ما درې تنه ولیدل چې مخونه یې پټ وو او کلاشینکوفونه یې له ځانه سره درلودل."
پر اکاډمۍ برید دوشنبې د شبې سیمې وخت پرمهال ۱۱بجې پیل شو او پاکستاني امنیتي ځواکونو او بریدکوونکو ترمنځ نښتې درې ساعته دوام وکړ.
د بلوڅستان د کورنيو چارو وزیر، سرفراز بوکتي هم پر اکاډمۍ د درېیو تنو بریدوګرو برید تائیدوي.
بوکتي زیاتوي:"بریدوګرو لومړۍ د اکاډمۍ ساتوونکي ووژل او وروسته ودانۍ ته د ننه شوي دي.
په کوټه کې د دولتي روغتون یوه ډکټر فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې ۶۰ تنه مړي دوی ته وروړل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. چارواکو هم ۱۱۸ تنو ټپي کېدل تائید کړي.
ډاکټر نصیر وايي:"موږ د یوه بریدګر مړی هم وموندو."
په بلوڅستان کې د پولهساتونکو ځواکونو قومندان، جنرال شېرافګن چې د تېرې شپې برید پرمهال یې د عملیات مشري هم کوله وویل:"کله چې موږ سیمې ته ورسېدو، نښتو درې ساعته دوام وکړ."
دا جنرال زیاتوي چې د بریدګرو له مکالمو دا څرګنديږي چې د پاکستان طالبانو پورې تړلې لشکر جنګوي د آل علیمي څانګې غړي وو. او څرګندوي:" دوی په افغانستان کې له عاملانو سره اړیکه لري."
لشکر جنګوي په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې په دې اکاډمۍ کې ۷۰۰ کسانو زدهکړې کولې او سلګونه یې ژغورل شوي دي.
سیمهييز چارواکي وايي چې له بریده وروسته په سیمه کې برېښنا پرې شوې وه او چورلکو د پاکوونې عملیات ترسره کړل.
دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې مخکې د پاکستاني طالبانو د جماعتالحرار څانګي د کوټې په یوه روغتون کې د برید مسوؤلیت پرغاړه واخیست، په دې برید کې ۷۳ تنه ووژل شول.
په دې اړه مو اندونه