Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو کور په کور عملیات

د کندهار دامان ولسوالۍ د ملنګ کاریز سيمه کې د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې لسګونه سرتيري د ترياکو هغه کښتونه له منځه وړي چې د کروندګرو له لوري په پټه کرل شوي دي.

د دغو عملیاتو مسوول وایي، ځینو کسانو په خپلو کورونو کې د نشه یي توکو کرکیلې ته مخه کړې ده، خو امنیتي سرتیري د خلکو په اجازه کور په کور پلټنې کوي او کرل شوي نشه یي توکي له منځه وړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د نشه یې توکو د لمنځه وړلو عملياتو مسوول، قاری برهان و ویل: امنیتي ځواکونه کور په کور د خلکو په اجاز ګرځي، د خلکو په اجازه چې کوم ځای کې تریاک وي له منځه یې وړي.

سرتېري، احمد عمر طلوع نیوز ته و ویل: سهار راوتلی یم دا اووم ځای دی چې هر ځای یو جریب، نیم جریب موږ را مات کړي دي. اووه ځایه به موږ کسب کړې وي.

یو بل سرتېري، شاه فیصل و ویل: دا سیمه موږ له سهار راهیسې رانیولې، دا څو ورځې کیږي چې په دامان ولسوالۍ کې ګرځو او ځای ځای تریاک نه پریږدو. دا زموږ کار دا به موږ مخ ته وړو.

سرتېري، ابو داوود هم څرګنده کړه: دا څو محوطې موږ کشف کړې دي، دا څوومه ورځ ده چې موږ پسې راوتلي یو. د کورونو په اجازه موږ راغلي یو او هر ځای چې تریاک وي، موږ له منځه وړي دي.

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي بیا له سیمه ییزو مسوولینو غواړي چې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق پر وړاندې هم جدي مبارزه وکړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالمالک وايي: ټولنې ته چې یې کوم تاوان دی، موږ ټول پرې پوهیږو. هر سړی پرې پوهیږي. دا زموږ په هېواد کې چې پرې کوم کسان اخته دي، همدا لامل یې دی. دا بوټي باید ورک شي. ځکه زیان یې زموږ خلکو ته رسیږي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی، جمال الدين هم و ویل: ښه خبره ده، دا خو یې ښه کار را پیل کړی دی. دا ځوانان باید له دې نشو څخه وژغورل شي.

د کندهار امنيه قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، د يو کال په ترڅ کې دغه بنسټ، د کندهار ښار او ولسواليو کې ۶۴۸ جریبه ځمکه د تریاکو و څه باندې ۶۷ جریبه ځمکه د بنګو له کښته پاکه کړې ده.

د کندهار امنيه قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ، د يو کال په ترڅ کې، د کندهار ښار او ولسواليو کې ۶۴۸ جریبه ځمکه د تریاکو و څه باندې ۶۷ جریبه ځمکه د بنګو له کښته پاکه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه