په کاپیسا ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په اله ساي ولسوالۍ کې د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې درې ښځې وژل شوې دي.
د کاپیسا والي سید محمد خالد هاشمي په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«یو توغندی هغه مهال د دغه ولایت په الهساي ولسوالۍ د شیرک خېلو په کلي کې په یوه کور ولګېد چې امنیتي ځواکونه د دولت له مخالفو وسلهوالو سره په نښته بوخت وو او د توغندي د لګېدو په پایله کې د یوې نوې ناوې په ګډون درې ښځې وژل شوي دي او یو سړی ټپي شوی دی.»
ښاغلي هاشمي همدارنګه وویل چې تراوسه روښانه نه ده چې دغه توغندی د امنیتي ځواکونو او یا هم طالبانو له خوا توغول شوی دی.
د هغه په ویاند دغه ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.