Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بدخشان د وردوج ټول ښوونځي د ترهګریزو فعالیتونو له امله تړلي دي

د بدخشان ولایت د پوهنې ریاست چارواکو نن چهارشنبې(د کب په ۴ مه)وايي چې کابو دوه کاله کېږي چې د دغه ولایت په وردج ولسوالۍ تول ښوونځي تړلي دي.

د بدخشان د پوهنې ریاست رییس عبدالرزاق طارق وايي تره هغه مهاله چې دغه ولسوالۍ د ترهګرو له شتونه پاکه نه شي په دغې ولسوالۍ کې به ښوونځي پرانیستل نه‎شي.

ویل کېږي چې له اوولسو میاشتو راهیسې د بدخشان ولایت وردوج او یمګان ولسوالۍ د ترهګرو لخوا اداره کېږي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست وايي له دوو کلونو راهیسې په دغو ولسوالیو کې کابو ۳۶ ښوونځي د ترهګرو د فعالیت له امله د زده کوونکو پرمخ تړلي دي.

د بدخشان د پوهنې رییس عبدالرزاق طارق وویل:«په نوي کال کې په یمګان ولسوالۍ کې ټول ښوونځي پرانیستل شي،خو په وردوج ولسوالۍ کې د ترهګرو تر بشپړ منځه تلو پورې به ښوونځي پرانستل نه‎شي.»

له بلخوا د بدخشان د ورودج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي د دوی د ښوونځیو په تړل کېدو سره څه د پاسه ۱۲ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د وردوج ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي عبدالرحمان په دې اړه څرګنده کړه:«۱۷ میاستې کېږي چې زموږ ټول زده کوونکي له ښوونځي څخه پاتې دي او ډېری یې د طالبانو لیکو ته تللي دي او ځینې نور یې پاکستان او ایران ته تللي.»

خو د بدخشان پولیس وايي د راتلونکي کال تر پسرلي پورې به وردوج ولسوالي له ترهګرو څخه پاکه کړي.

د بدخشان د قومندانۍ سرپرست محمد نبي بیان بیا وايي:«موږ دا ستونزه منو چې واقعاُ زموږ خلکو په ځانګړې توګه زده کوونکو ته یو ګوزار دی،خو ژمن یوو چې د راتلونکي کارتر پسرلي وردوج له دښمن څخه خلاصوو.»

د بدخشان د پوهنې ریاست د شمېرو له مخې په تېرو دوو کلونو کې په یمګان او وردوج ولسوالیو کې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله کابو ۲۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

شریک یي کړئ