مخپوټو کسانو د کندهار- زابل په لویه لار ۷۰ تنه مسافر له ځان سره بیولي دي. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه مسافر دوه ورځې وړاندې ددغو وسلهوالو له خوا تښتول شوي دي.
دغه کمېسیون په هغې خبرپاڼه کې چې طلوع نیوز ته یې استولې، وايي چې د دغو ۷۰ تنو مسافرو له ډلې یې ۷ تنه وژلي او ۲۰ تنه نور یې ازاد کړي دي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د خبرپاڼې پر بنسټ د دغو مسافرو کابو ۴۳ تنه تراوسه هم د برمته کوونکي په منګولو کې دي.
دغه کمېسیون وايي ټول دغه یرغمل نیول شوي کسان ولسي وګړي دي. هغوی دا کار د دولت د مخالفو وسلهوالو کار بولي او هغه په کلکه غندي.
د دغه کمېسیون د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي دي:«د ولسي وګړو په نښه کول او یرغمل نیول په څرګنده د نړیوالۍ بشرپالنې له قواعدو، د اسلام د سپېڅلي دین او د بشري حقونو له ارزښت سره په ټګر کې دي.د نړیوالو بشرپالو حقونو د اصولو پربنسټ د داشان بریدونو پلان او ترسره کول په جنګي جرمونو کې شمېرل کېږي او د هغه عاملین باید عدلي ادارو ته وسپارل شي.»
له بلخوا دغه کمېسیون د دولت له مخالفو وسلهوالو غواړي چې د ملکي کسانو له وژنې او یرغمل نیولو ډډه وکړي او همدارنګه برمته شوي کسان ې ژر تر ژره ازاد کړي.