د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن چهارشنبې د دې پخلی کوي چې طالبانو تېره ورځ د کندهار – ارزګان له لویې لارې د امنیتي ځواکونو د څو سرتېرو په ګډون ۱۹ مسافر له موټر کوز او له ځان سره بیولي دی.
ښاغلی رازق زیاته کړه چې دغه مسافر له ارزګان څخه کندهار ته تلل چې د ارزګان ولایت د چوره ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د طالبانو له خوا برمته شوي دي.
هغه زیاتوي چې د ولسي وګړو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.
له بلخوا د کندهار په امنیه قومندانۍ کې یوه سرچینه وايي چې طالبانو لومړی د ملي پوځ په جامو کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او پنځه تنه پولیس یې ووژل او څلور تنه نور یې ټپيان کړل او وروسته د مسافرو د موټرو پر تلاشۍ یې پيل وکړ.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.