په تخار ولایت کې ځايي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې د «چرسیانو» پوسته له ۷۲ ساعته کلابندۍ وروسته ازاده کړه.
په دغه ولایت کې چارواکي ټینګار کوي چې طالبانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له څلورو خواوو د درقد ولسوالۍ پر مرکز ۱۲ خطرناکه بریدونه لرلي، خو دغه بریدونه له ماتې سره مخامخ شوي دي.
د تخار د ملي امنیت رییس ډاکټر ګلستان وویل:«دښمن پر ولسوالۍ برید وکړ او د دغې ولسوالۍ ځينې سیمې یې ونیولې،خو زموږ امنیتي ځواکونو ښه وړیتا وښوده او هغوی یې په شا وتمبول.»
په همدې حال کې امنیتي ځواکونه په دغې سیمه کې وايي چې طالبانو تراوسه هم د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ مرکز ته د یو کیلومټرۍ په واټن کې حضور لري او د دغې ولسوالۍ پر مرکز د برید لپاره چمتووالی نیسي.
یوه سرتېري وویل:«طالبانو زموږ پر پوستو برید وکړ او څو پویستې یې ونیولې،خو موږ وتوانېدو چې پوستې بېرته ونیسو.»
درقد د تخار په لويدیځ کې یو له مرزي ولایت څخه دی چې له تاجیکستان سره د پولې لرولو او ستراتېژیک موقعیت یې د ترهګرو لېوالتیا یې څو برابره کړې ده.
د هېواد پوځيان وايي چې ترڅو راتلونکو ورځو به د دغه ولایت په ځینو برخو کې د مخالفانو د لهمنځه وړلو عملیات په لاره واچول شي.
په دې اړه مو اندونه