د شمال ختیځ زون د ۸۰۸ سپینزر قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یو شمېر وسلهوالو طالبانو تېره شپه(شنبې ماښام د وري۱۲مه) د تخار ولایت پر دُرقد ولسوالۍ ډلهیيز بریدونه کړي دي، او په پایله کې یې ۱۰ طالب وسلهوال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې طالبانو له څو خواو پر دې ولسوالۍ برید کړی وه، خو د افغان ځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او د ۱۰ طالب وسلهوالو وژل کېدو ترڅنګ ۹ نور ټپیان شوي هم دي.
دا برید د ۸ پر اتو بجو پیل او د سهار تر ۴ بجو یې دوام کړی دی.
خبرپاڼې د د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.