Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راکړې ورکړې پراخولو هڅې

د مالیې وزارت وایي، هڅه کوي له ترکمنستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ترکمنستان له سفیر سره د یاد وزارت لومړنۍ خبرې په کابل کې شوي او د دواړو هیوادونو د لوړپوړو مالیاتي پلاویو ترمنځ بله ناسته به په نږدې راتلونکي کې ترسره شي.

اخوا ځینې سوداګر وایي د فاریاب په اقینې بندر کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریزو موټرو تګ راتګ ډېر شوی دی او له اسلامي امارته غواړي چې هلته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د اندخوی-فاریاب د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمجید نیازي و ویل: « په دې ورځو کې زموږ ګڼه ګوڼه دېره شوې ده، زموږ ډک موټر د ترکمنستان غاړې ته دوه ورځې نوبت ته انتظار کوي او تش موټر د افغانستان غاړې ته دوه ورځې انتظار کوي. هیله من یو چې د اقینې بندر د نوي ښارګوټي نقشه پلې شي.»

د مالیې وزارت بیا وايي، له ترکمنستان سره یې د دوه چنده مالیې د مخنیوي، سوداګریزې پراختیا، د پانګونې زیاتوالي او له مالیې د تېښتې اړوند مسایلو په تړاو خبرې اترې پیل شوي دي.

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د تېر یوه کال په ترڅ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راکړې ورکړې کچه ۴۸۱ میلیون ډالره وه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد و ویل: « د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ۲۰۲۳ کال کې صادرات او واردات ۴۸۱ میلیونه ډالرو ته رسېدل چې درې میلیونه ډالر یې صادرات او ۴۷۷ میلیونه ډالر یې واردات دي.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه و ویل: « دا چې د ترکمنستان پلاوی راغلی او له افغان لوري سره یې پر بېلابېلو ټرانزیټي او سوداګریزو موضوعاتو خبرې کړي دي دا یو نیک ګام دی. موږ د دې پلويان یو چې له ترکمنستان سره زموږ سوداګري لا زیاته شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا د ترکمنستان له لوري افغان سوداګرو ته د ویزې د نه ورکړې ستونزې ته په اشارې سره د وارداتو او صادراتو په کچه پر ډير توپیر ټینګار کوي چې ډيری سون توکي له دغه هېواده ورادیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي رییس میرویس هوتک و ویل: « له ترکمنستان سره زموږ سوداګرۍ لوړې او ژورې لرلې، چې له ډلې یې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو اخیستل یوه ستونزه ده او د سوداګرۍ بېلانس بله ستونزه.»

افغانستان او ترکمنستان دوه رسمي بندرونه لري چې یو د فاریاب اقینه او بل د هرات تورغنډۍ بندر دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، له ترکمنستانه افغانستان ته برېښنا، ګاز او تېل واردیږي او مرمر ډبرې، وچه میوه او غیر الکولیکه مشروبات هغه توکي دي چې له افغانستانه بیا ترکمنستان ته صادریږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه