Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د پانګونې لپاره د ترکي سوداګرو چمتووالی

د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې د چین، ترکمنستان، هند، تاجیکستان، قزاقستان او روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو پانګوالو په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي لپاره لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د برېښنا د تولید، هوايي ډګرونو او صنعتي پارکونو په برخو کې د پانګونې لپاره د ترکي پانګوالو له چمتووالي خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت مرستیال قدرت‌الله جمال له ترکي پانګوالو سره په لیدنه کې ویلي چې سوداګري او صنعت باید د سیاست قرباني نه‌شي او ورته مهال ترکي پانګوالو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا مهمه بللې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده وايي:«په دغې لیدنه کې د ترکیې جمهوریت پانګوالو د افغانستان په هوايي ډګرونو کې، د برېښنا په تولید کې، صنعتي پارکونو او ښوداګریزو ښارګوټو کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی.»

د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنه او له نړۍ سره یې تعامل په هېواد کې د پانګونې د جلب او جذب او دغه راز پراختیايي او بېخ‌بنايي پروژو په عملي کولو کې ګټور ګڼي.

د اقتصادي چارو شنوونکی عبدالنصیر رشتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له بده مرغه یوه ستره ننګونه چې په افغانستان کې د پانګونې مخه یې نیولې، د افغانستان د رسمیت پېژندلو بحث دی. زه فکر کوم له نړۍ سره چې هر څومره زموږ سیاسي تعاملات زیات شي او افغانستان د نړۍ له خوا په رسمیت وپېژندل شي په هماغه کچه به موږ په افغانستان کې د پانګونې شاهد وو، په دې دلیل چې د افغانستان تر ځمکې لاندې سرچینې او هغه فرصتونه او امکانات چې په افغانستان کې شتون لري. د پانګونې د جذب لپاره یوه ښه سرچینه شمېرل کېږي.»

 ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې له ترکیې سره د راکړې ورکړې کچه هم لوړه شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي رییس میرویس هوتک څرګندوي:«موږ باید پر دې بحث وکړو چې ټرانزیټي او سوداګریزې ستونزې څه ډول حل شي، وروسته موږ کولای شو چې له ترکیې او اروپا سره وصل شوو.»

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و چې په ۲۰۲۳ زیږدیز کال کې له ترکیې سره ۱۰۰ مېلیونه ډالره راکړه ورکړه شوې چې له دې ډلې ۲۳ مېلیونه یې صادرات تشکیلوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره اړتیا ده چې له ترکیې سره د راکړې ورکړې کچه هم لوړه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه