Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

صنعت او سوداګرۍ وزارت له ۲۲ کورنیو بنسټونو سره هوکړې لاسلیک کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کورنیو بنسټونو سره د درې اعشاریه پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۲ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دغه وزارت ویاند وايي، دغه پروژې به د هېواد په ۱۴ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې پلې شي او څه باندې شپږ زره کسان به په مستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاد عبدالسلام جواد طلوع نیوز ته و ویل: « په دغه لیدنه کې له ۲۲ غیر دولتي موسسو سره د درې نیم میلیونه ډالرو په ارزښت د کوچنیو او منځنیو سوداګریو د ملاتړ هوکړې وشوې چې ټاکل شوې په بېلابېلو برخو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پلې شي. دغه پروژې به شپږ زره کسانو ته مستقیمه توګه د کار زمینه برابره کړي.»

بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په هېواد کې د کوچنیو او لویو سوداګریو د ودې لپاره باید د مالیې او ټرانزیټ په برخو کې اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرایوي کمیټې رییس میرویس هوتک و ویل: « د ټولو هغو خوځښتونو ملاتړ او ورسره همکاري کوو چې په هېواد کې د خصوصي سکټور د ملاتړ او د هېواد د اقتصادي ودې سبب کیږي. د کوچنیو سوداګریو ملاتړ چې په هېواد کې یې ارزښت ډېر دی د بېوزلی کچه هم راټیټولی شي.»

د اقتصادي چارو ځيني شنونکي کوچني تشبثات د هېواد د اقتصاد مهمه برخه بولي او د دې برخې  پر لا زیات ملاتړ ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر داسې وايي: « د سوداګرۍ د بېلانس لوړول، د کاري زمینې برابرول او د صادراتو زیاتوالی به د هېواد له کوچنیو او منځنیو سوداګریو سره مرسته وکړي. نو د کوچنیو او منځینو سوداګریو لپاره د دولتي اسانتیاوو د چمتو کولو زیاتوالی اړین دی.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې د دغه وزارت او کورنیو بنسټونو ترمنځ د ۵۴ میلیونه و ۵۳۷ زره ډالرو په ارزښت ۶۳ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، چې له مخې یې په ۲۵ ولایتونو کې څه باندې ۶۴۱ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه