Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د قوش‌تېپې کانال پر دویم فاز کار پېل شو

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د نقشې او طرحې د کار له پایته رسېدو سره هم‌مهاله، د دویم فاز د کیندنې کار پېل شوی دی.

د قوشتېپې کانال د دویم فاز د بلخ ولایت له دولت اباد ولسوالۍ پېل او د فاریاب پر اندخوی ولسوالۍ ختمېږي.

ښاغلی مجاهد په دې هکله وايي:«د قوش‌تېپې کانال پاتې برخه هم طرحه شوه او یو اندازه وخت یې ونیوه، د دویم فاز کار تېره ورځ عملي  پیل شوی او ټول هغه شرکتونه چې هلته په کار بوخت وو، کرار کرار بېرته خپل کارونه پېل کړل.»

له دې سره هم‌مهاله د کرنې او مالدارۍ خونه بیا د غنمو په ګډون د کرنې د بېلابېلو محصولاتو په برخو کې پر ځان د بسیاینې لپاره د قوشتېپې کانال جوړول مهم او غوره ګام بولي.

د کرنې او مالدارۍ خونې لومړی مرستیال میرویس حاجي‌زاده طلوع‌نیوز ته وویل:«دغه کانال له جوړېدو سره کولای شو چې د غنمو په تولید کې په ځان بسیا شو. د قوش‌تېپې کانال هغه کانال دی چې موږ د کرنې او مالدارۍ د وارداتو له اړتیا خلاصوي او موږ له وارداتي هېواده په صادراتي هېواد بدلوي.»

اخوا د اقتصادي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي چې افغانستان به د قوشتېپې کانال د پروژې له بشپړېدو سره، د اقلیمي بدلون سربېره د ګڼو اقتصادي پرمختګونو شاهد وي.

د اقتصادي چارو شنوونکی قطب‌الدین یعقوبي وايي:«د دغې پروژې د دویم فاز له بشپړېدو سره چې د دولت اباد له ولسوالۍ پېل او تر اندخوی ولسوالۍ رسېږي، کولای شي چې په چاپېریال کې یو زرغون پاڅون رامنځته کړي، او له اقتصادي پلوه هم د هغو خلکو لپاره د کار او بار زمینه براره کړي چې په هغو سیمو کې اوسېږي.»

اوس مهال د قوشتېپې کانال لومړی فاز ۱۹۸ کیلومتره کیندل شوی او د کانال پر سربند او په ۹۵ کیلومترۍ کې د دریېم لوی پُل پر جوړولو کار روان دی.

په پام کې ده چې تر راتلونکي یوه کاله د قوشتېپې کانال دویم فاز هم چې ۱۷۷ کیلومټره دی او د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي، بشپړ شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه