Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې ایرانی پلاوی؛ په نیمروز کې د نوي ګمرک پر جوړېدو خبرې وشوې

د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د ایران د کرنې وزارت د مرستیال او د وېټرنرۍ سازمان د رییس په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره د لیدنې پر مهال په نیمروز کې د یوه نوي ګمرک پر جوړېدو خبرې اترې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندازده عبدالسلام جواد ویلي چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او انډول او د کرنیزو محصولاتو لپاره د ځانګړې کرښې پر رامنځته کېدو خبرې اترې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند په دې هکله زیاته کړه:«دواړو لورو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي او د بیلانس د توازن، د افغانستان د ټرانزیټي توکو، د افغانستان د کرنې پر پرمختګ، د افغانستان د صادراتي توکو د لېږد لپاره د ځانګړې کرښې پر رامنځته کېدو، په نیمروز کې د نوي ګمرک پر جوړېدو او پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې اترې شوې دي.»

له دې سره سم، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست هم له دغه ایراني پلاوي سره په کتنه کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کېدو، د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د قرنطین کېدو او د کرنې په برخه کې د تجربو د شریکولو په تړاو خبرې کړې دي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح‌الدین مستعین وویل:«د دواړو لورو مسلکي ډلې مشخصې شوې چې د مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې، پانګونې او د صادراتو او وارداتو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړي.»

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ایران سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پراخوالی او په نیمروز ولایت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه نوي ګمرک جوړول له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور ګڼي او همداراز له ایران سره په سوداګریزو چارو کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو د برابرېدو غوښتنه لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی څرګندوي:«د افغانستان او ایران ترمنځ د ګمرکي، ټرانزیټي او کمیسارۍ له پلوه باید د تفاهم یو واحد مرکز جوړ شي، چې د ستونزو د حل کمېټه له دواړو لورو سره غونډه ولري او خبرې وکړي.»
عضو هیأت مدیره اتاق تجارت و سرمایه گذاری

افغانستان ته د دغه ایراني پلاوي سفر په داسې حال کې دی چې، دوه اوونۍ مخکې د اسلامي امارت یوه تخنیکي پلاوي ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره په ټرانسپورټي چارو، ګمرکونو او چابهار بندر کې د اسانتیاو د برابرېدو په تړاو خبرې کړې وې.

په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه په نیمروز ولایت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه نوي ګمرک جوړول له نورو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د پراختیا لپاره ګټور ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه