Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد اقتصاد؛ د نندارتونو له ترسراوي تر بېخ‌بنايي پروژو

په ۱۴۰۲ کال کې په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې د بېلابېلو بېخ‌بنايي پروژو بنسټ کېښودل شو.

د قوش‌تېپې د دویم فاز د کار پېل، د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۱۴ پروژو بشپړېدل، د نندارتونونو ترسراوی، بهرنیو او کورنیو شرکتونو ته د بېلابېلو تړونونو ورکړه، د دغه کال تر ټولو مهم اقتصادي مسایل وو.

د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال له ۱۷۷ پروژو د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې پلې شوي او هڅه کوي، چې د بېخ بنایي پروژو په پېلولو سره د بېوزلۍ کچه راټيټه کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د دغو پروژو په هکله ویلي:«موږ توانېدو چې ۱۷۷ پروژې په پام کې ونیسو چې د هغه ۱۱۴ پروژې د ۱۳ مېلیارد افغانیو په لګښت پلې شوي او دغه پروژې پراختیايي او بېخ‌بنايي پروژې وې چې زموږ موخه اقتصادي ځان‌بساینې ته رسېدل دي.»

په دغه کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د څه باندې ۶۰ مېلیارد افغانیو په ارزښت څه باندې ۱۸۰ پروژې منظورې شوې، د ټول‌ګټو وزارت له لوري د څه باندې ۱۱۰ پروژو پېلېدل، په نږدې راتلونکي کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار پېلېدل، او په هېواد کې د بېلابېلو کانونو د استخراج په برخه کې شاوخوا اته مېلیارده ډالره پانګونه د اسلامي امارت له نورو کړنو بلل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي:«په دغو تړونونو کې د وسپنې، سرو زرو، سربو او جستو کانونو تړونونه او د سمنټو، ‌ډبرو سکرو او مرمرو پروژې شاملې وې.»

په دغه کال کې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو د پراختيا په موخه په افغانستان او نورو هېوادونو کې يو شمېر ګډ نندارتونونه جوړ شول. د ۱۴۰۲ کال د زمري په ۱۲مه په قزاقستان کې یو نندارتون او د همدې کال د کب په ۱۴مه په ترکمنستان کې یو نندارتون جوړ شو چې په دغو نندارتونونو کې څه باندې ۳۷۰ افغان سوداګرو ګډون کړی و. دغه‌راز په هېواد کې هم د افغانستان –ازبیکستان او ایران –افغانستان ګډ نندارتونه جوړ شول.

د سواګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند په لړم میاشت کې څرګنده کړې وه:«افغانستان هڅه کوي چې له ټولۍ نړۍ سره خپلو سوداګریزو اړیکو ته دوام  ورکړو او په مقابل کې له ټولې نړۍ هیله کوو چې په افغانستان کې خپلو سوداګرو ته دوام ورکړي او ګډه پانګونه وکړي.

د نندارتونونو د جوړېدو سربیره، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ، د ټرانسپورټ او هوايي چلند، د اوبو او انرژۍ د وزارتونو د سرپرستانو او د رېل پټلۍ د ادارې د رییس په ګډون د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو د افغانستان د اقتصادي ودې او د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د ترکیې، چین، ایران، روسیې، قزاقستان، ازبیکستان، ترکمنستان او پاکستان هېوادونو ته سفرونه وکړل.

د ۱۴۰۲ کال د سلواغې پر څلورمه، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د دغه هېواد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی. دانيار امانګلديف ويلي، چې افغانستان ته يې د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ پراختيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ننګونو له منځه وړل دي.

د قرقیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزیر دانیار امانګلدیف وویل:«موږ د دې لپاره راغلي یو چې د سوداګرۍ او نورو مهمو موضوع‌ګانو په هکله بحث وکړو. سترې موضوع‌ګانې شته چې کېدای شي پرې خبرې وکړو؛ د بېلګې په توګه سوداګریزې او ټرانزیټي موضوع‌ګانې دي. له خصوصي سکټور او سوداګرو سره راغلي یو څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي.» 

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، هڅه کوي چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه پر نړۍوالو معيارونو برابر شي او دا مهال په هېواد کې ٢٧ هوايي ډګرونه فعال دي او د هېواد له پنځو هوايي ډګرونو نړۍوالې الوتنې ترسره کېږي. د ۱۴۰۲کال د غبرګولي پر درېیمه له درې کلن ځنډ وروسته، د کابل او د چین د اُرومچي ترمنځ مستقیمې الوتنې د فلای دوبۍ شرکت او دوه میاشتې وروسته د ایر عربیه هوایي شرکت له لوري بېرته پېل شوې.

که څه هم د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو او اروپایي هېوادونو له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ بېرته نه‌دي خوشي شوي؛ خو افغانۍ ښه ثبات درلود. د افغانستان بانک شمېرې ښيي چې، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانۍ ارزښت د تېر کال پرتله ۱۷.۸۲ سلنه زیات شوی دی.

د مرکزي بانک ویاند حسیب‌الله نوري  د افغانیو د ارزښت په هکله ویلي:«دم‌ګړۍ افغانۍ په سیمه کې یوه تر ټولو ثبات لرونکی پولي واحد دی او زموږ هڅې د دې لپاره دي چې په دې برخه کې ډېر پرمختګ ولرو. افغانۍ په ۱۴۰۲ کال کې د تېر کال یعنې ۱۴۰۱لمریز کال کې ۱۷ اعشاریه ۸۲ سلنه زیاتوالی موندلی چې د افغانستان بانک لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده.»

په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ټولو شویو چارو سره سره، افغانسان لاهم هغه هېواد دی، چې مېلیونونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه