Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا او خصوصي سکتور ترمنځ د څلورو پروژو د تړونونو لاسلیک کېدل

د اوبو او انرژۍ، مالیې وزارتونو، برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د څلور مېلیارده افغانۍ په ارزښت د څلورو پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا رییس احمد ضیا خالد وايي چې په دغو پروژو د برېښنا تولید او په کابل، هرات او هلمند ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړېدل شامل دي.
 
په دغو پروژو کې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید، په هرات کې د دوو سبسټېشنونو جوړېدل او په دغه ولایت کې د ۲۲۰ولټه برېښنا د مزي غځېدل، د کابل په میروس میدان سیمه کې د سوداګریز مارکیټ جوړېدل او په هلمند ولایت کې د سوداګریزو مرکزونو او اپارتمانونو جوړېدل شامل دي.

احمد ضیا خالد په دې هکله وویل:«همدارنګه دویمه پروژه د هلمند ولایت د لښکرګاه په لومړۍ ناحیه کې د عامه او خصوصي مشارکت په ماډل د نوي عمري شرکت له خوا د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکېټ جوړېږي.»

د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور وایي چې، د دغو پروژو په عملي کېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې د پانګونو په برخه کې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.

د چارو ادارې سرپرست په دې هکله وویل:«دا چې په دغسې شرایطو کې پانګوال دې ته تیاري دي، یقیناً دا د خپل مال ښه مصرف دی چې دوی یې کوي. دا هغه حق او حقوق دي، د ده په مالیاتو کې د هېوادوالو او د دغو مستحقو خلکو او د دغه اسلامي نظام چې، ګواکې دوی دې ته متوجه دي چې د تادیه کوو یې یوه طریقه ده.»

بلخوا، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي چې، د پانګونې په برخه کې د اسلامي امارت د مسوولانو له لارې د روڼتیا په رامنځته کېدو سره، په هېواد کې پانګونې ته د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په دې هکله وویل:«هر وخت چې دلته اقتصادي کمېسیون وي، نو په مېلیاردو پروژې هلته، په ډېر شفافیت سره د هغوی منظوري ورکول کېږي، پر هغو باندې بحث کېږي، دغو زموږ په هېواد کې یو انقلاب راوستی او د نړۍ ذهن اوس دې خوا ته راوښتی چې راشي او په افغانستان کې خپله پانګونه وکړي.» 

ترکی پانګوال سلیمان هم څرګنده کړه:«لکه مخکې چې مې وویل موږ په کندهار کې له لمریزې برېښنا ۱۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوو، د زورلرستان شرکت هم ۱۵ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، اوس موږ دواړه شرکتونه پرېکړه لرو چې په نغلو هم ۳۲ مېګاواټه لمریزه برېښنا تولید کړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اقتصاد وزارت ویلي وو، چې په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د اسلامي امارت له لوري د ۱۳ مېلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱۴ پروژې عملي شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه