اروپايي ټولنې نن(سېشنبې د زمري۳۱مه)سل میلیونه یورو افغانستان کې د اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت کار کړنو، پالیسۍو جوړونې، اقتصادي ټیکاو ټينګښت او مالي مدیریت مخته وړو په موخه مرسته وکړه.
د ماليي وزیر، اکلیل حکیمي وايي، دا مرستې په دې مانا دي چې افغانستان د سیاست، اقتصاد، پر بودیجه څار او رڼښت کې لاسته راوړنې لري.
نوموړی زیاتوي:«دا لومړۍ شمېر دی، او دوهم شمېر یې چې سل میلیونه یورو ده، ډېر ژر د اصلاحاتو راوستو سره خپلو دوستانو سره هوکړې ته ورسېدو، هغه هم زموږ د حکومت بودجه کې شامله ده.»
په همدې حال کې اروپايي ټولنې سفیر، فرانز مایلک میلبن کابل کې د خبري ناستې پرمهال په دغو مرسته شوو پيسو کې په رڼښت ټينګار کوي.
ښاغلي میلبن وویل:«دغه یوه لویه لاسته راوړنه ده مرسته شوې پيسې له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له اوږدمهاله ژمنو شمیرل کیږي د سمون په پایله کې اروپايي ټولنه مستقیمه له ملي بودیجې سره مرسته کوي اودافغان حکومت له پاره دغه مالي سرچینې برابرول او ددغو مرستو په لومړیتوبو لګول دي ددغه مرستې موخه د اقتصاد پراختیا او بې وزلۍ مخنیوی دی.»
دغه مرسته د ښې حکومتولی په برخه کې ترلاسه کیږي او افغان حکومت مرستندویه هیوادونو په مقابل کې اغیزمنه حکومتولي، د ښځو اقتصادي وړتیا او خلکو ته بنسټیز خدمتونو وړاندې کولوکې کار کوي.