د هېواد د ټولګټو وزارت له دوو نړیوالو شرکتونو سره د قیصارـلامان سرک ساتنې قرارداد لاسلیک کړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ټاکل شوې ده هغه دوه نړیوال شرکتونه چې قرارداد ورسره لاسلیک شوی دی د قیصارـلامان سرک به د ۲۳۳ کیلومتره په اوږدو جوړ کړي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا هوکړه د ولسمشر غني په شتون کې شوې ده.
په همدې حال کې د بلې خبرپاڼې له مخې د کابل د ۹۵ کیلومتره حلقوي سړک د جوړېدو قرارداد د هېواد د مالیې وزیر او د اسلامي پراختیایي بانک مرستیال ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه سړک لګښت ۱۱۰ میلیون ډالر اټکل شوی چې پلازمېنه به په مستقیم ډول د لویو لارو سره نښلوي.