د فساد ضد یوې ادارې؛ د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول په تړاو ارزونه کړې ده. چې د هغه پر بنسټ پنځوس سلنه خلک په شفافه توګه د لس سلنه محصول په ټولولو باور نه لري او د شفاف سیسټم د نشتوالي له کبله؛ ډېرې پيسې بې ځایه لګېدلي.
د ارزونکي بنسټ مسوولین وایي، هغه کمېټې چې د محصول پر ټولونې څارنه لري، کاري ظرفیت نه لري.
د فساد پرضد د افغانانو همغږۍ بنسټ یا افکک د مخابراتي عوایدو په راټولولو کې څلور میاشتنۍ څېړنه کړې.
د دغه بنسټ موندنې ښه يي، چې دوی د کریدیت کارتونو پر لس سلنې محصول د څار واک لري خو تېر کال يي یوازې دوه ځله له مخابراتي شرکتونو څار کړی دی.
د فساد پر ضد د افغانانو د همغږۍ بنسټ مسوول احسان الله حکمت وویل:«له بدمرغه افغان حکومت له مخکې هېڅ ډول تحلیل او ارزونه نه ده لرلې او دا کار یو بیړنی اقدام وه او د دې لپاره چې د مالیې وزارت د نړیوال صندق څخه په پور پیسې ترلاسه کړي غوښتي یې دي چې د هغوی شرایط پوره کړي.»
د یاد بنسټ مسوولین وايي، ۵۰ سلنه هېواد وال د دغه محصول په رڼښت باور نهلري.
دغه مسوولین زیاتوي، ترهغې چې د دغه محصول ټولولو له پاره مناسب سیستم رامنځته نه شي په دې برخه کې عواید به د یو شمېر خاصو کسانو جېبونو ته لاړ شي.
ښاغلي حکمت زیاته کړه:«زموږ وړاندیز دا دی کله چې دا سیستم جوړېږي د یوه بل درېیم بنسټ له خوا دې جوړ شي او دغه سیستم ته د لاسرسۍ واک باید یوې ځانګړې کمېتې ته ورکړل شي او ځانګړې کمېټه باید د اړتیا په صورت کې دغه سیستم ته لاسرسۍ ولري.»
په همدې حال کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي دوی په دې اړه په یو شفاف سیستم کار کوي چې په تېرو دوه کلونو کې يې ۸ مېلیارده افغانۍ محصول راټول کړی دی.
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاده ګل اریوبي وویل:«موږ پر یوه سیستم (Real Time Management) یا واقعي مدیریت هغه مهال کار کوي او له شرکتونو د مخابراتو وزارت ته راغونډېږي او موږ باید دا څرګنده کړو او دا د دولت دنده او مسوولیت دی او زه په خپله پرې کار کوم.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ ولسي جرګې په دغه سیستم کې د نه رڼښت له امله دغه محصول د رایو په اکثریت سره لغوه کړ.