د کانونو وزارت چارواکي وايي چې په هېواد کې د ټاپي پروژې د لارې د څرنګوالي او امنیتي طرحې لومړي کارونه پیل شوي دي.
د کانونو وزارت ویاند ذبیح الله سروري وویل چې د دغې پروژې د عملي کېدو لپاره کارونه ډېر پڅ پر مخ ځي.
هغه زیاته کړه:«حکومت په دې برخه کې کار کړی او موږ هیله لرو چې زموږ پروګرامونه د تاپي پروژې د عملي کېدو په برخه کې د هغه له مهال وېش سره سم په مخ ولاړ شي.»
کهڅه هم د کانونو وزارت وايي چې د دغې پروژې د امنیت د ټینګښت طرحه د امنیتي بنسټونو په مرسته جوړه شوې،خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه په هغو برخو کې چې شونې ده دغه نل لیکې وغځول شي د ناامنیو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي په دې برخه کې د حکومت کړنې بسندویه نه بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس عتیق الله نصرت وویل:«ښايي د تاپي پروژې د عملي کېدو لپاره پروګرامونه د حکومت د پروګرامونو په لومړيتوب کې وي،خو لیدل کېږي چې حکومت په ډېریو نور مسایلو بوخت دی او دغه سترې اقتصادي پروژې هېرې شوې دي.»