Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په ولسوالیو کې د مالدارۍ کموالي په اړه اندېښنه

د کابل ولایت د لسوالیو یوشمېر اوسیدونکي په دې ولسوالیو کې د مالدارۍ له کموالي په اندیښنې سره وایي چې ډېر مالدارو په تېر یوه کال کې خپل مالونه پلورلي او په دې کار سره يي عواید کم شوي دي.

دوی زیاتوي چې د زور واکو له خوا د څړ ځایونو غصب کېدل، وچ‎کالي او د مالونو له پاره وخوړوتوکو کموالی په دغو ولسوالیو کې د مالدارۍ پر وړاندې لویې ستونزې دي.

د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد وايي:«له هغه وخته چې په دې ولسوالي کې وچکالي پیل شوې ده او څړځایونه غضب شوي دي، نو مالداري هم کمه شوې ده.»

د کابل چهار اسیاب ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي وايي، له دې مخکې به په هر کور کې د شیدو دری غواګانې ساتلې چې د شیدو ډېره برخه يې په پلازمینه کې پلورلې.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکی، سیدآجان په دې اړه زیاتوي:«مالداري نشو کولی او د کور لګښت نشي پوره کولی.»

خو د کرنې او اوبولګولو وزارت مسولین وايي، د کابل په یو شمېر ولسوالیو کې د مالدارۍ ودې او د غواګانو ویشلو ځينې پروګرامونه په پام کې لري.

دکابل ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې رئیس، عمر جان منګل زیاتوي:«موږ غواړو چې کابو ۱،۵۰۰ غواګانې د کابل په ولسوالیو کې وویشو.»

د کرنې او اوبولګوولو وزارت چارواکي وايي، اوس مهال د هیواد ۷۰ سلنه وګړي په مالدارۍ او بزګرۍ بوخت دي، خو اوس لیدل کیږي چې د بیلا بیلو لاملونو له امله د لبني مواد د اړتیا وړه ډیره برخه هر کال له بهرنیوهیوادونتو واردیږي.
 
د کابل یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د څړځایونو نشتوالي، د ځمکو غضب او وچکالیو له امله یې تر ډېره مالداري پرېښې ده

شریک یي کړئ